انصار: (د مرغومی درېیمه)؛ د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد له تېرې اکتوبر میاشتې راهیسې هېواد ته له بېلابېلو هېوادونو څخه د شاوخوا ۸۰۰ زرو افغانانو د ستنېدو خبر ورکړی.
مجاهد ویلي چې د دغو کسانو نږدې نیمایي یی له پاکستان او پاتې نور له ایران، ترکیې او نورو هېوادونو را ستانه شوي دي.
په ورته وخت کې ډېر ستانه شوي کډوال وایي چې دوی له دغو هېوادونو په زوره ایستل شوي او په هېواد کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د طالبانو چارواکي بیا ستنو شویو افغانانو سره د لازمو مرستو خبر ورکوي او له نړیوالې ټولنې هم ورسره د مرستو غوښتنه لري.
یو شمېر افغانان سره له دې چې هېواد ته د افغانانو ستنېدل ګټور بولي، خو د طالبانو چارواکي او د کډوالو د حقونو نړیوال بنسټونه د افغان کډوالو د زر او نامناسب شړلو پر وړاندې د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې پاتې بولي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29187